چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افغانستان  ژغورنې ایتلاف؛ د افغانستان ژغورنه که د ډېرو پانګو ژغورنه!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان ژغورنې ایتلاف؛ د افغانستان ژغورنه که د ډېرو پانګو ژغورنه!؟

خبر:

«د افغانستان ژغورلو لپاره د ایتلاف عالي شورا» په نوم نوي ایتلاف د ترکيې په انقرې ښار کې خپل شتون اعلان کړ. دغه ایتلاف له اسلامي جمعيت، ملي جنبش او اسلامي وحدت حزبونو څخه جوړ شوی دی. د دغه ایتلاف له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي: د سختو نا امنيو له امله د نظام د له منځه وړلو، سياسي کډوډيو، د دولت غير قانوني کړنو او ملي وحدت ته د زيان رسېدو، د مخنيوي لپاره دغو دريو حزبونو هوډ وکړ چې دا شورا تاسيس کړي. هغوی اشرف غني د قانون پر ماتولو، غير قانوني کړنو او شخصي غوښتنو تورن کړی دی.

تبصره:

«د افغانستان د ژغورلو لپاره د ایتلاف عالي شورا» له هغه ورسته جوړه شوه چې د دغه ایتلاف يو شمېر غړي د اشرف غني له خوا له پامه وغورځول شول او د دولت له سياستونو او د اشرف غني له انحصاري قدرت څخه شکايت کوي.

اشرف غني، د ازبکانو د رايو لاس ته راوړلو لپاره جنرال دوستم خپل لومړی مرستيال وټاکه، خو اوس يې هغه لرې کړ. د تاجکانو د ملاتړ لاس ته راوړلو لپاره يې احمد ضياء مسعود خپل ځانګړی استازی وټاکه، خو اوس يې صلب صلاحيت کړ. صلاح الدين رباني، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست دی، په وزارت کې ځانګړی صلاحيت نه لري، په وزارت کې ډېرې مقررۍ د چارو ادارې (اداره امور) له خوا کېږي، ډېرې سياسي او ډېپلوماتيکې چارې د ملي امنيت شورا د مشاور حنيف اتمر او د بهرنيو چارو وزارت د معين حکمت خليل کرزي له خوا کېږي او صلاح الدين يوازې د سمبول په توګه په بهرنيو چارو وزارت کې پاتې دی.

هغه وزيران او افراد چې محمد محقق يې په دولت کې لري، لږ واک  لري او د محقق سياسي او مالي قدرت نه شي ډېرولی. همدارنګه هغه هم له دولت څخه سر ټکوي. عطاء نور او اشرف غني چې په نوروز کې موقتاً خواږه شوي وو، دغه خوږوالي ډېر دوام ونه کړ او له ستونزو سره مخ شو او عطاء نور خالي لاسونه د ارګ شاوخوا ته کرځي. په شپو شپو د معنيتونو، سفارتونو او قنسولونو او له وحشته ډک خوبونه ويني، چې په بلخ کې يې امپراتوري ړنګه او بانګې اکونټونه يې له منځه ولاړل!

له شک پرته چې اشرف غني قدرت په ارګ، امنيت شورا، چارو ادارې، د ملي تدارکاتو او اداري اصلاحاتو په کميسون کې منحصر کړی او د يو ځانګړي ټيم د ګټو ساتلو لپاره کار کوي او د هغو کسانو لاس او سترګې له شا تړي، چې په ټيم کې يې نه وي او مالي رګونه يې ځان ته ځانګړي کوي؛ چې په بله موقع کې به د اشرف غني په دغو کارونو خبرې وکړو.

خو څه وشول چې د کار پايله دا شوه چې اشرف غني په ماهرانه ډول خپلې موخې ته د رسېدو لپاره دا رهبران وکارول او وروسته يې د بې ارزښته لوبغاړو په توګه له ځانه وشړل!؟

اشرف غني دغه کار د امريکا په امر کوي او خپله د داسې غټو کارونو توان نه لري؛ ځکه امريکا د افغانستان د ښکېلاک له لومړيو دا هڅه کوي چې د مجاهدينو صلاحيتونه او قدرت دومره کم کړي، چې بې د دوی له موافقې هېڅ کار ونشي کړی او هغوی يې د بېلابېلو پروسو پر بنسټ له قدرته لېرې کړل او په خپل منځ کې يې په بې اتفاقۍ اخته کړل.

د دې تر څنګ، د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ډېر شمېر سياسي حزبونه د دې پرځای چې د يو ځانګړي فکر، تعريف شوې تګلارې او يوې ځانګړې برنامې پر بنسټ سياسي فعاليت وکړي، ډېری کړنې يې احساساتي او غريزوي دي. دغه حزبونه ثابت افکار نه لري او هغه احساسات چې سياسي فعاليت ته يې لري، د يو فکر په قالب کې نه دي روزل شوي. منظم فکر نه لري، د باد په لګېدو، د تلې د پلې په تاوېدو او پېښو په رامنځته کېدو لاس تر زنې شي احساساتي کېږي عجيبې کارونه کوي او خپل دريځ بدلوي.

له يوې خوا احساسات او له بلې خوا د دنيا ژر تېرېدونکې ګټې (پانګې او څوکۍ ته رسېدل) د دغو حزبونو د سياسي مبارزې بنسټ جوړوي. په ګټو کې د هر ډول تغيير په راتګ څېره بدلوي. د ټاکنو او غوړو وعدو په وخت کې له کوم فکري ګډون پرته له يو ټيم سره يو ځای کېږي او په جرات د ټيم ملاتړ کوي او هغه څه چې ښه او نېک دي، په خپل ټيم پورې تړي.

کله يې چې جیبونه يې له پيسو او بانکي اکونټونه يې له ډالرو ډک شي، بيا خير او خيرت وي؛ خو کله چې امتيازونه لږ او يا صفر شي او له واک څخه لرې شي؛ په سنګر نيولو پيل وکړي او د «خلکو د ګټو د ملاتړ» نارې وهي، لاريونونه کوي او دولت ګواښي. په داسې حال کې چې دولتونه له احساساتې لاريونونو نه وېرېږي، بلکې له داسې لاريونونو وېرېږې چې تر شاه يې يو فکر او برنامه وي. هغه کار چې د افغانستان حزبونه يې نه لري.

جالبه دا ده چې قران کريم هغو انسانانو ته چې په احساساتي او غريزوي توګه خپلې چارې تنظيموي او د يو غير منظم ليدلوري پر بنسټ خپل ژوند او سياسې کړنې تنظيموي د «شَرَّ الدَّوَابِّ» په نوم ياد کړي، يعنې د ځمکې پر سر تر ټولو بد ژوی.که اسلامي جمعيت، ملي حنبش، اسلامي وحدت او د افغانستان نورو لویو او وړو حزبونو ځانګړی فکر، تعريف شوې تګلاره او پلان شوې برنامې درولودی؛ مثبت بدلون يې راوستلی شوی او د ځانګړي فکر او برنامې په لرلو د واک له دايرې څخه نه وتل او په دې ډول اسانۍ له ستونزو سره نه مخ کېدل. په داسې حال کې چې د دغه حزب مشرانو په تېرو شپاړسو کلونو کې د جهاد تر نامه لاندې غټې څوکۍ نيولې وې، جهاد يې د جيبونو ډکولو وسيله کرځولې وه او د جهاد تر نامه لاندې يې خپل بانګې اکونټونه ډک کړل او اوس يې بلند منزلونه له هرې کوڅې ښکاري.

په حقيقت کې که ددغو حزبنو يو شمېر مشرانو د جهاد له ارزښتونو سره خيانت نه وی کړی او له امريکا سره يې د شرم معامله نه وی کړې، هېڅکله له داسې برخليک سره نه مخ کېدل چې داسې يو انسان چې ټول عمر يې په غرب کې تېر شوی او د عمل او فکر قبله يې غرب دی، په افغانستان کې واکمن شي او هغوی له واکه لرې کړي. هغه څوک چې مېرمن يې مسيحي ده او تر اوسه د اسلامي اعمالو او شعايرو د ادا کولو په سمه طريقه هم نه پوهېږي، پر دغو مجاهدينو صاحبانو حکومت کوي.

نو ښه به وي چې د اسلامي جمعيت، ملي جنبش او اسلامي وحدت حزبونو مشران سر په ګرېوان کې ښکته کړي او فکر وکړي چې ولې داسې تورې ورځې پرې راغلې. له شک پرته چې د جهاد د ارزښتونو شاته اچول، د ډیموکراسۍ او سېکولرېستۍ ارزښتونو ته تسليمېدل، امريکايي برنامو ته غاړه اېښودل، ګټو او څوکۍ ته د رسېدو لپاره د «جهاد او مجاهد» له لقبونو څخه استفاده، بالاخره يوه ورځ خپله انسان پر ځمکه وهي.

په پای کې په دې ټکې پوهېدل هم مهم دي چې دغه ایتلاف هم موقتي دی او څه پايله نه لري، ژر به توپان راشي، دغه ایتلاف به له رېښو سره له منځه يوسي او د تېرو ایتلافونو په څېر به دغه ته هم د پای ټکی کېږدي؛ ځکه د ډېرو پانګو د ساتلو  لپاره د اوسني ایتلاف  هڅې بې ځايه دي، تر هغه چې واقعاً د يوې لويې موخې لپاره سياسي مبارزه وي.

نو تر هغه چې د سياسي ایتلافونو د چارو اساس د ګټو لاس ته راوړو او واک ته د رسېدو پرځای چې له سراب پرته بل څه نه دی؛ اسلامي ارزښتونه، د الله رضايت او تقوا پر بنسټ نه وي، د دغو احزابو ‌ذلت او کمزورتيا به دوام ولري او وحدت يې پاشل کېږي. خو هغه ایتلاف چې سياسي چارې يې د الله سبحانه وتعالی د رضا او تقوا پر بنسټ وي، دا پياوړې اړيکې دي او اوس هم فرصت لرئ او هيله لرو چې د ليدلورو په بدلون سره مو ستاسو په لاس لوی خير په نصيب شي.

﴿أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ [التوبه:۱۰۹]

ژباړه: نو ستاسې څه ګومان دی، چې غوره انسان هغه دی چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې د الله سبحانه وتعالی په وېره او د هغه د رضا په غوښتنه اېښی وي، يا هغه چې خپله ودانۍ يې د يو کمر په کاواکه لغم خوړلې غاړه باندې درولې وي او له هغه سره نېغ په نېغه د دوزخ په اور کې وغورځېږي؟ الله داسې ظالمانو ته هېڅکله لاره نه ښيي.

مصدق سهاک

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې